اردوغان په لویدیځې نړۍ سختې نیوکې وکړې

ولسمشر اردوغان وویل پداسې یوه نړۍ کې چې وجدانونه په دښتو بدل شوي دي د مځکو د دښتي کیدو مخنیوی ناممکنه خبره ده .

356513
اردوغان په لویدیځې نړۍ سختې نیوکې وکړې

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو لخوا د مځکو د دښتې کیدو پر وړاندې د مبارزې په ۱۲م کنفرانس کې وینا وکړه .ولسمشر اردوغان وویل پداسې یوه نړۍ کې چې وجدانونه په دښتو بدل شوي دي د مځکو د دښتي کیدو مخنیوی ناممکنه خبره ده . 
لومړی باید وجدانونه په عدالت، متقابل درناوي، سولې او مرحمت سینګار او بډایه کړو چې وروسته وکولای شو چې خپلې مځکې د دښتي کیدو نه وژغورو. ولسمشر اردوغان وویل موږ د مځکو د دښتې کیدو پر وړاندې مبارزې پدې شکل پر مخ وړو.
ولسمشر اردوغان وویل ً تاسې وګورۍ د لویدیځو هیوادونو د وګړو لپاره ارامه ژوند، ډیموکراسي او ازادۍ مسلم حق بلل کیږي خو له بده مرغه چې نن ورځ دا مهم حقونه د سوریې د خلکو لپاره په نظر کې نه نیول کیږي. دا مهم حقونه د هغوې لپاره یوه ډیر لوکسه خبره ده . په همدې شان په مصر او فلسطین کې د ټولې نړۍ تر سترګو وړاندې دا مسلم حقونه د خپو لاندې کیږي او نړۍ پرې سترګې پټوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د نوو شمیرو له مخې په سوریه کې د اسد د رژیم لخوا ۳۶۶ زره تنه ملکي انسانان په قتل رسول شوي دي، د ټول بشریت ګډ تاریخي میراث د مادي او معنوي عنصرونو سره له منځه وړل کیږي خو نړۍ د ټولو ته یواځې ننداره کوي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې په سوریه کې ۱۲ میلیونه تنه انسانان د خپلو کورونو او کلونو نه کډه کیدو ته اړ ویستل شوي دي چې ددوی له جمع نه يي پنځه میلیونو تنو نیمايي ترکیې ته او پاتو يي اردن او لبنان ته پناه وړې ده . نړۍواله ټولنه دې پرمختګونو ته یواځې ننداره کوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه نن ورځ د دوه نیم میلیونو تنو سوري او عراقي کډوالو کوربه توب کوي. ددې کډوالو نه يي ۲عشاریه ۲ میلیونه تنه سوري او ۳۰۰ زره تنه يي عراقي کډوال دي.
هغه زیاته کړه چې ترکیې تر اوسه پورې پدې کډوالو نږدې اته میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي خو نړۍ د ترکیې سره یواځې ۴۱۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
ولسمشر اردوغان وویل ً تاسې وګورۍ د لویدیځو هیوادونو د وګړو لپاره ارامه ژوند، ډیموکراسي او ازادۍ مسلم حق بلل کیږي خو له بده مرغه چې نن ورځ دا مهم حقونه د سوریې د خلکو لپاره په نظر کې نه نیول کیږي. دا مهم حقونه د هغوې لپاره یوه ډیر لوکسه خبره ده . په همدې شان په مصر او فلسطین کې د ټولې نړۍ تر سترګو وړاندې دا مسلم حقونه د خپو لاندې کیږي او نړۍ پرې سترګې پټوي. ښه زه ستاسې نه پوښتنه کوم چې چیرته ده ستاسې ډیموکراسي؟بشري حقونه او ازادي؟ ایا دیموکراسي او ازادي یواځې د قوي او ځواکمنونو هیوادونو لپاره رامنځته شوې ده ؟ ایا دیموکراسي او ازادي د وروسته پاتو او یا د پرمختګ په حال کې د هیوادونو د وګړو حق ندی ؟ کله چې موږ ددې مسلو نه یادونه کوو نړۍ ناراحته کیږي. ولسمشر اردوغان وویل که څوک خوشحالیږي او که خفه کیږي موږ تل د حق نه یادونه کوو او رښتیا ویلو ته دوام ورکوو.
ولسمشر اردوغان وویل چې په تیره پیړۍ کې د طبعي زیرمو او د کانونو ترلاسه کولو په خاطر بشریت قرباني شوی دی ، حقوق او عدالت ځنډول شوي دي، خو هر سړی باید پدې ښه ځان پوه کړي چې په ۲۱ مه پیړۍ به دا بې رحمه او ظالمانه سیستم دوام ونکړي. پدې باید ټول ځانونه ښه پوه کړو.
ولسمشر اردوغان وویل په کومه دنیا کې چې انسان ته د انسان ارزښت ورنکړای شي هلته د نړۍوال امنیت، سولې او ثبات ټینګښت ناممکنه خبره ده . ولسمشر زیاته کړه چې پداسې یو نقطه د زمان کې چې وجدانونه په دښتو بدل شوي وي د مځکو د دښتي کیدو مخنیوی او یا پر وړاندې مبارزه ناممکنه خبره ده . لومړی باید وجدانونه په عدالت، متقابل درناوي، سولې او مرحمت سینګار او بډایه کړو ، چې وروسته وکولای شو چې خپلې مځکې د دښتي کیدو نه وژغورو. ولسمشر اردوغان وویل موږ د مځکو د دښتې کیدو پر وړاندې مبارزې پدې شکل پر مخ وړو.
ولسمشر اردوغان د پیغمبر ص  د هغه حدیث شریف نه یادونه وکړه چې فرمایلي دي ً که چیرې تاسې پدې پوهیږي چې قیامت پیل شوی دی خو بیا هم په خپلو لاسونو  کې  موجود نیالګي وکړۍ . ً ولسمشر اردوغان وویل د اسلام ستر پیغمبر خپل امت او ټول بشریت ته یو ډیر مهم مسولیت په میراث کې پریښتې ده .موږ د اسلام د پیغمبر د همدې حدیث شریف په رڼا او   موږ ته د سپارل شوي مسولیت په چوکاټ کې ډیر مهم ګامونه پورته کړي دي. په ترکیه کې د مځکو د دښتې کیدو پر وړاندې مبارزه په نړۍ کې ساری نلري.
ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې په تیرو ۱۲ کلونو کې په ۴ میلیون هکټاره مځکه کې نیالګي کینول شوي دي او جدي ګامونه پورته شوي دي.
ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې د ۲۰۰۲ کال راهیسې جمعآ ۳ میلیارده ۲۵۰ میلیونه نیالګي کینول شوي دي. په ترکیه کې ځنګلونه ۲۱ عشاریه ۷ میلیونو هکټارو ته رسیدلي دي.
ولسمشر اردوغان وویل په پام کې لرو چې تر ۲۰۲۳ م کاله په هیواد کې د ځنګلونو کچه د ټول هیواد د مساحت ۳۰ سلنې ته ورسو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه