په ترکیه کې د افغان او سوري کډوال بس موټر چپه شو

په ترکیه کې د افغان او سوري کډوالو د بس موټر د چپه کیدو له امله ۷۰ تنه ټپیان شول.

394871
په ترکیه کې د افغان او سوري کډوال بس موټر چپه شو

پیښه د ترکیې د بالکیسیر ولایت د باندرما په ولسوالۍ کې رامنځته شوه . یو بس موټر چې ۶۸ تنه افغان او سوري کډوالو پکې مساپرت کولو د بالکیسیر ولایت د باندرما په ولسوالۍ کې له کنټروله بهر شو او لاندې پټو ته چپه شو.
په پیښه کې د ۱۳ تنو ماشومانو په ګډون ۷۰ تنه ټپیان شوي دي . ویل کیږي د پیښې ټپیان د باندرما په دولتي روغتون کې د درمنلې لاندې نیول شوي دي.
همداشان د ټپیانو نه د یو تن چې روغیتايي حالت يي باریکه وو د اولوداغ پوهنتون د طب فاکولتې روغتون ته انتقال کړی شوی دی .
پیښه نن د ترکیې په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو او ۵۵ دقیقو رامنځته شوې ده.
پیښه د باندارما او ګونین د لویې لارې په لس کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې یاد شوی مساپر وړونکی بس د ترکیې د چناک کلا ولایت نه د باندارما ولسوالۍ پر لورې روان وو چې په لاره کې بس چلوونکي د ویده کیدو له امله موټر له کنټروله بهر او څو متره لاندې پټو ته وکولید.
په پیښه کې ۱۷ تنه افغان او ۵۱ تنه سوري کډوالو سربیره د بس چلوونکی او مرستیال هم ټپیان شوي دي.
ویل کیږي روغتیايي حالت ښه دی. یواځې د یو تن کډوال روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی چې د درملنې لاندې قرار لري.
د پیښې نه وروسته د باندرما ولسوالۍ ولسوال تونجای سون یل په روغتون کې د کډوالو نه لیدنه وکړه او د ډاکټرانو نه يي د هغوې د روغتیايي حالت په اړه معلومات واخیستل .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه