اردوغان او اوباما د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر باراک اوباما سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

354850
اردوغان او اوباما  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې


د هیواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي مرکز لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د داعش ترهګریزې ډلې پر خلاف په روانې مبارزې، په سوریه کې د روسیې په عسکري فعالیتونو او پدې اړه د دواړو هیوادونو په همکارۍ، د پې کاکا ترهګریز سازمان په بریدونو او د جي شل د سازمان د سرمشریزې په مسلوخبرې وکړې.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما یو ځل بیا د اکتوبر په لسمه کې په انقره کې د رامنځته شوو ترهګریزو چاودنو چې له امله يي نږدې سلو تنو ژوند دلاسه ورکړ ولسمشر اردوغان ته تسلیت وړاندې کړ او دا بریدونه يي په کلکو ټکو وغندل. اوباما په امنیتي برخو کې ترکیې سره د همکاریو تیاري وښوده.
په څرګندونو کې راغلي دي چې اردوغان او اوباما یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې په سوریه کې د سیاسي حل لارې په خاطر باید زمینه اواره او په داعش فشارونه ډیر کړی شي. دواړو مشرانو د معتدلو سوري مخالفینو سره لا زیات د وسلو په مرسته کولو ټینګار وکړ.
همداشان اوباما ددې خبرې په ټینګار وویل چې د پې کاکا ترهګریز سازمان بریدونه باید هر څه ژر ودرول شي. اوباما د قبرس د مسلې د حل په مسله کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه .
ولسمشر اردوغان او اوباما د جي شل د سرمشریزې په اړه چې د ترکیې د انتالیا په ښار کې جوړیړي هم خبرې وکړې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه