د تسليت پيغامونه
په انقره كې د خونړي ترهګري بريد نه وروسته د نړۍ يو زيات شمېر مشرانو د تركيې سره خپله خواخوږي څرګنده كړه.
![د تسليت پيغامونه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/2459611564ankaraterr2.jpg?time=1719083326)
د انګلستان ملكې اليزابت او د جرمني ولسمشر يوهايم ګاګ په انقره كې د ترهګري بريد له امله ولسمشر اردوغان ته د يو ليك د لېږلو په ترڅ كې د خواخوږئ مراسم څرګند كړل.
د انګلستان د ملكې اليزابت په ليك كې راغلي دي چې `` د نړۍ د ټولو انسانانو په څېر زه هم په انقره كې د ترهګري بريد له امله اغيزمنه او خپه شوم. د تسليت مراسم په دې خونړۍ پېښه كې د اغېزمنو شو كسانو سره شريكوم. تركي ولس ته د خواخوږئ صميمي پيغام وړاندې كوم او په خپګان كې ورسره شريكه يم.``
د جرمني د ولسمشر يوهايم ګاګ لخوا په لېږل شوي ليك كې راغلي دي چې `` دا منفور بريد د بشريت، ديموكراسۍ او ټولنيز پيوستون پر وړاندې پاروونكى عمل دى.``
د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو ته هم په انقره كې د ترهګري بريد له امله د يو زيات شمېر هېوادونو د مشرانو لخوا د تسليت پيغامونه لېږل شوي دي.
د لومړي وزارت د خبري سرچينو په اساس د استراليا لومړي وزير مالكم ترانبل د خپل تركي سيال احمد داوود اوغلو سره د ټېلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې دا بريد وغندلو.
د بنګله دېش لومړۍ وزيرې شيخ حسينې، د بوسنيا د وزيرانو د شورا ريس دېنيس زوييزداچ،د بلغاريا، هالنډ، قزاقستان، كوسووا، ماليزيا، مالتا، ناروې او ټايلنډ د هېوادونو لومړيو وزيرانو هم لومړي وزير احمد داوود اوغلو ته د تسليت پيغامونه وړاندې كړي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې مشر د ۱۹۳ هېوادونو په استازيتوب دا بريد وغندلو.
سربېره پر دې يو زيات شمېر هېوادونو د رسمي اعلاميو په خپرولو سره دا بريد په كلكو ټكو وغندلو.
د چين د هېواد د بهرنيو چارو د وزارت په رسمي پاڼه كې دا منفور بريد په كلكو ټكو غندل شوى دى او د انقرې سره د خواخوږۍ مراسم شريك شوي دي. ددې ترڅنګ د ارجنټاين هېواد د اردن او عراق ملي شوراګانو او فلسطين هم بريد وغندلو.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719083326)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719083326)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله