ترک ساینسپوه: د نوبل د جایزې د ګټلو په برخه کې د هیواد پوروړی یم

د ۲۰۱۵ کال د کیمیا په برخه کې د نوبل نړۍوال جایزه ترک پروفیسور عزیز سنجر ته ورکړل شوه .

390245
ترک ساینسپوه: د نوبل د جایزې د ګټلو په برخه کې د هیواد پوروړی یم

 پروفیسور ډاکټر عزیز سنجر وویل چې ددې جایزې د لایق ګڼل کیدو په برخه کې د خپل هیواد ترکیې او په ترکیه کې د جمهوریت په دوران کې پوهنې ته د ورکړل شوي اهمیت پوروړی دی.
پروفیسور سنجر وویل چې د کلونو کلونو زیان او هلو ځلو په پایله کې د نوبل د جایزې د ګټلو له امله ډیر خوښ یم.
هغه زیاته کړه چې زه امریکا ته راغلم او دا لوی بری مې په برخه شو خو ما خپلې اصلي زده کړې په ترکیه کې کړي دي. هغه وویل چې ما لومړنی ښوونځي، منځنی ښوونځي ، لیسه او پوهنتون زده کړې په ترکیه کې کړي دي. په ترکیه کې د زده کړو برکت وو چې ما بڼسټ کلک ایښودل شوی وو. هغه وویل چې په ترکیه کې په ترکیه کې ټولې زده کړې وړیا دي چې دا په بل هیواد او په ځانګړې توګه په امریکا کې شتون نلري. ما په اصل کې دا جایزه په ترکیه کې د ترسره کړو زده کړو په پایله کې ترلاسه کړې ده .
هغه وویل کله چې امریکا ته راغی د یو څیړونکي په توګه يي کار پیل کړ. دا ټول په ترکیه کې د زده کړو برکت وو.
پروفیسور ډاکټر عزیز سنجر د امریکا متحده ایالتونو د شمالي کارولینا د پوهنتون د طب فاکولتې د بیو کیمیا او بیو فزیک په څانګې دنده لري. هغه وویل چې ډیری څیړنې د طب په برخه کړي دي چې د طب په برخه کې د جایزې په تمه وو خو د کیمیا په برخه کې د جایزې لایق وګڼل شو.
هغه وویل چې د نوبل د جایزې د لایق ګڼل کیدو نه وروسته د خپلې کورنۍ او خپل هیواد په خاطر ډیر خوښ یم.
هغه وویل چې علمي څیړنې تل صبر او حوصله غواړي. هغه په ځوانانو غږ وکړ چې څیړونو ته دوام ورکړي او هیڅکله هم په شا ګام پورته نکړي.
پروفیسور سنجر د ترکیې په ځوانانو غږ وکړ چې لاړ شۍ په بهرنیو هیوادونو کې څیړنې وکړې او هر څه د نږدې نه مشاهده کړۍ خو هغه کار چې ما کړی دی تاسې يي ونکړۍ، د زده کړو او څیړونو نه وروسته خپل هیواد ته ستانه شۍ. زما په څیر بهر کې مه پاتې کیږۍ.
هغه وویل چې انشاالله په راتلونکې کې به ترکیه یو زیات شمیر د نوبل جایزې ترلاسه کړي .

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه