په ترکیه کې ښځې د نارینونو په پرتله لا زیات ژوند کوي.

د هیواد د احصایې ادارې پدې اړه د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو راپور خپور کړ.

389049
په ترکیه کې ښځې د نارینونو په پرتله لا زیات ژوند کوي.


د هیواد د احصایې ادارې پدې اړه د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو راپور خپور کړ.
د راپور له مخې په ترکیه کې په اوسط ډول سره د انسانانو عمر ۷۸ کلونه دی.
په راپور کې راغلي دي چې په ترکیه کې ښځې د نارینونو په پرتله لا زیات عمر کوي. په ترکیه کې د ښځو عمر ۸۰ عشاریه ۷ او د نارینونو عمر ۷۵ عشاریه ۳ کاله ښودل شوی دی.
د راپور له مخې په ترکیه کې تر ټولو زیات د موغلا او تونجعلي د ولایتونو اوسیدونکي زیات عمر کوي.
همداشان تر ټولو کم عمر بیا د کلیس د ولایت اوسیدونکي لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه