د تركيې – سوريې پر پوله ترينګلي حالات

د تركيې د هوايي ځواكونو اړوند اېف – ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتكې د سوريې سره په پوله باندې يو ځل وګواښل شوې.

350578
د تركيې – سوريې پر پوله ترينګلي حالات


د تركيې د هوايي ځواكونو اړوند اېف – ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتكې د سوريې سره په پوله باندې يو ځل وګواښل شوې.
د وسله والو ځواكونو لخوا په ترسره شوو څرګندونو كې راغلي دي چې د تركيې د هوايي ځواكونو اړوند ۸ اېف – ۱۶ دوله جنګي جټ الوتكې چې د دواړو هېوادونو په پوله باندې يې كشفي الوتنې كولې د سورې لخوا د مېګ – ۲۹ ډوله ښكاري الوتكې او د SA د توغنديو د هوايي دفاعي سيستم لخوا د ۴ دقيقو لپاره وګواښل شوې.
دا پېښه په داسې حال كې ترسره كيږي چې مسكو اعلان وكړ چې د تركيې سره د سو تفاهم د لمنځه وړلو په موخه همكارۍ ته تيار دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه