د ترکیې او روسیې ترمنځه اړیکې ترینګلي شوي دي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د روسیې لخوا د ترکیې په هوايي حریم د تیري له امله پرون د سې شنبې ورځ د سپټمبر په شپږمه یو ځل بیا د روسیې سفیر احضار کړ او پدې اړه يي ورته سخت غبرګون څرګند کړ.

388996
د ترکیې او روسیې ترمنځه اړیکې ترینګلي شوي دي.


 د هیواد د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د روسیې سفیر پرون د دریم ځل لپاره احضار شو او ورته وویل شول چې په راتلونکې کې د داسې کوم اقدام د تکرار په صورت کې به د رامنځته کیدونکو هر ډول پایلو مسولیت د روسیې په غاړه وي.
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې ترکیې یو ځل بیا د روسیې سفیر ته خپل سخت غبرګون څرګند کړ او د هغه نه يي د ددې پیښې د نه تکراریدو غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت د روسیې سفیر ته وویل چې د مسلې په اړه د دواړو هیوادونو عسکري هیت په انقره کې خبرې اترې هم کولی شي.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د روسیې د دفاع د وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي وو چې ترکیې په انقره کې ددوی عسکري اتشتې ته د ګډ کاري ګروپ د جوړولو ادعا کړې وه.
د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا په کلکه توګه رد کړه او ویلي دي چې د روسیې عسکري اتشې ته داسې کوم وړاندیز ندی شوی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه