د اردوغان د مېرمن د سولې پيغام

د تركيې د ولسمشر مېرمن امينې اردوغان وويل چې ټولو ته بايد دا وښايو چې اسلام د سولې دين دى.

388723
د اردوغان د مېرمن د سولې پيغام

مېرمن اردوغان چې په بلجيم كې په يوې رسمي غونډه كې وينا اوروله څرګنده كړه چې په داسې حساسو حالاتو كې چې داعش د ترهګرې ډلې په څېر ګړۍ د اسلام د نامه ناوړه ګټه اخلي، ټولو ته بايد دا وښودل شي چې اسلام د سولې او ورورولۍ دين دى.
امينې اردوغان په بروكسل كې د تركيې د سفارت په مقر كې د اروپا د برياليو مېرمنو او د تركيې د دوستانو په غونډه كې د وينا پر مهال وويل چې ``د اسلامي كلتور د ارزښتونو په رڼا كې بشريت ته د خدمت پر لار به ټولې هلې ځلې وګالو.``
مېرمن اردوغان د سوريې كړكېچ ته په اشارې سره وويل چې `` اوسمهال په تركيه كې تر ۲ ميليونو زيات سوري كډوال زموږ مېلمانه دي. دې كډوالو ته د لازمو خدماتو په موخه تركيې ۷ ميليارده ډالره لګښت كړى دى. دا په داسې حال كې ده چې نړيوالې ټولنې له موږ سره يواځې ۴۱۷ ميليونه ډالره مرسته كړې ده. ددې سره سره تركيه وياړي چې د نړيوالې ټولنې د يو مسوول او مهم غړي په توګه خپل مسووليت ادا كوي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه