روسيې ته د تركيې دويم خبردارى
د روسيې د جنګي جټ الوتكو لخوا چې په سوريه كې بمباري كوي د تركيې په هوايي حريم باندې د دويم ځل لپاره تېرى وشو.
د روسيې د جنګي جټ الوتكو لخوا چې په سوريه كې بمباري كوي د تركيې په هوايي حريم باندې د دويم ځل لپاره تېرى وشو.
د بهرنيو چارو وزارت په انقره كې د روسيې سفير د وزارت مقر ته را وغوښت او د تركيې ناراحتي يې په ليكلي ډول څرګنده كړه. په دې ليك كې د تركي مقاماتو لخوا خبر دارى وركړل شوى دى چې `` كيداى شي روسيه د داسې پېښې سبب شي چې هېڅ يې هيله نه لري.``
د بله پلوه د امريكا د متحدو ايالتونو او ناټو د سازمان لخوا هم روسيه وغندل شوه.
د امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير جان كيري وويل چې د تركيې پر هوايي حريم بانې تېرى دى ډېر ناراحته كړى دى. د كيري په وينا تركيې ``حق درلود چې دا الوتكه را وپرځوي. دا هغه څه دي چې په اړه يې پخوا موږ خبردارى وركړى وو.``
د بله پلوه د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په دې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې `` د روسيې د جنګي جټ الوتكو كړنې ګواښوونكې او د احتياطه لرې دي.
دا په داسې حال كې ده چې د ناټو د سرمنشي ينس سټولټنبرګ د غوښتنې په اساس د ناټو د غړو هېوادونو استازو په بروكسل كې د پېښې په اړه غونډه وكړه. د غونډې نه وروسته په خپره شوې ګډه اعلاميه كې د روسيې اقدام خطرناك او د مسوليته لرې وبلل شو.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718958071)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718958071)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله