اردوغان : د ترهګرو سره به په هغه ژبه وغږیږو چې پرې پوهیږي

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل ً  د پې کاکا ترهګریز سازمان چې په کومه ژبه پوهیږي په هماغه ژبه ورته ځواب ورکړ شوی  او ددینه وروسته به هم  ورکړل شي.

386043
اردوغان : د ترهګرو سره به په هغه ژبه وغږیږو چې پرې پوهیږي


ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د هیواد د ملي شورا د ۲۵ مې دورې  د مقننه قوې د دویم کاري کال د پرانیستو په مراسمو کې وکړې. 

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې په هیواد کې به د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه  تر هغه دوام وکړي چې  تر کومه چې ترهګر خپلې وسلې پر مځکه کیږدي  او هیواد او ملت د هغوې شر نه خلاص شي. ولسمشر اردوغان  وویل چې  دا مبارزه په هیواد کې د یو قوم  یا توکم پر خلاف  نده  بلکې د ترهګرو پر خلاف  ده. ولسمشر وویل چې  ترهګرو او کوردانو ترمنځه  توپیر شتون لري ، کوردان  جلا او ترهګر جلا دي. د پې کاکا ترهګریز سازمان  زموږ  د کورد ورورنو  استازیتوب  نشي کولی  او استازي هم  ندي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ددې ځایه د نړۍ په هغه هیوادونو هم غږ کوم چې  د ترهګرو نه ملاتړ کوي او هغوې سره مالي او د وسلو مرستې کوي . موږ په هر څه ډیر ښه پوه  او اګاه  یو . یوې مسله باید هیره نکړۍ  چې  تاسې چې  د کومو ترهګرو نه  د نیسي په توګه کار اخلۍ  دوی  به  ستاسې لاسونه هم  وسوځوي. ترهګر  د لړم  خاصیت  او خواص لري. څوک چې لړمان  ګرځوي  هغه به خامخا  لړم  چیچي. دا لړمان به یو ورځ تاسې هم  وچیچي او ستاسې  د غاړې بلا به وګرځي.

ولسمشر اردوغان د وینا په یوې برخه کې  د سوري کډوالو ستونزې ته په اشارې سره وویل چې  ترکیه د تیرو ۴ کلونو راهیسې  د څه باندې  دوه میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي. د تیرو ۴ کلونو راهیسې  څه باندې  دوو میلیونو سوري او عراقي ګډوالو ته يي پناه ورکړې ده . ترکیې  د ګاونډیتوب  د مسولیت د ادا کولو سربیره  په اصل کې  د ټول بشریت  عزت  ژغورلی دی. 

ترکیې پدې موده کې په کډوالو څه باندې  ۷ عشاریه ۵ میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي. ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ  اروپا هم ددې ستونزې سره مخامخ  ده . 

ولسمشر اردوغان  زیاته کړه  هغه  هیوادونه  چې  د تیرو ۴ کلونو راهیسې  پدې ستونزې  سترګې پټې کړي او دا درندو بار يي یواځې  او یواځې  یو، دوه یا دریو هیوادونو په اوږو بار کړی دی او خپلو پولو نه د دیوارونو ، اغزنو مزو او نورو امنیتی تدابیرو سره غواړي چې دا ستونزه حل کړي نه حل کیږي. 

ولسمشر اردوغان وویل چې نړۍ ددې تدابیرو پر ځای باید  د ستونزې اصلي لامل او سرچینه پیدا کړي. د روانو عام وژنو مخه ونیسي. د هغه رژیم  چې  په خپلو خلکو  بیلري بمونه  ګوزاروي  او خپل خلک په قتل رسوي  مخه ونیسي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه