ترهګرو د ترکیې د پوځ دوه تنه افسران په شهادت ورسول

د هیواد د دیارباقر ولایت د سیلوان په ولسوالۍ کې ترهګرو د پوځ دوه تنه افسران د خپلو کورونو په مخکې په شهادت ورسول.

348359
ترهګرو د ترکیې د پوځ دوه تنه افسران په شهادت ورسول

د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د پوځ دوه تنه افسران چې د وظیفې پر لورې روان ول د ښار په منځ کې پرې وسله وال برید وشو.
برید کوونکي د برید نه وروسته په تیښته بریالي شوي دي. سیمې ته د روغتیايي پرسونل د رارسیدو پورې دواړو افسرانو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د بله پلوه د هیواد امنیتي ځواکونو د برید کوونکو د نیولو په خاطر په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه