په تركيه كې د افغان محصلينو د پام وړ!
هغه محصلين چې د تركيې په پوهنتونو كې په شخصي لګښت لوړې زده كړې كوي او په اړوندو شرايطو برابر وي، كولاى شي چې د بورس د ترلاسه كولو لپاره مراجعه وكړي.
385871
ټاكل شوې ده چې د تركيې د بورسونو د تنظيموونكې ادارې لخوا په هېواد كې دننه هغو بهرنيو زده كوونكو لپاره چې په شخصي لګښت په لوړو زده كړو بوخت دي، نقدي بورسونه وركړل شي.
په دې چوكاټ كې د لېسانس د دورې د زده كوونكو لپاره په مياشت كې ۳۵۰ تركي لېرې
د ماسټرۍ د دورې د زده كوونكو لپاره په مياشت كې ۴۵۰ تركي لېرې
د دوكتورا د دورې د زده كوونكو لپاره په مياشت كې ۵۵۰ تركيې لېرې نقدي بورس وركول كيږي.
د بورسونو په اړه د لا زياتو معلوماتو لپاره دا ځاى كېكاږئ!
د نومليكنې لپاره دا ځاى كېكاږئ!
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.