د PYD ترهګره ډله وپېژنئ!

تركيه نه يواځې د پې كا كا بلكې د نورو ترهګرو ډلو سره هم مبارزه كوي.

347935
د PYD ترهګره ډله وپېژنئ!


د ترهګرو ډلو ترمېنځ د ديموكراتيك يووالي ګوند PYD او د هغې وسله واله څانګه YPG هم شامله ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا د ترهګرو په توګه نه شمېرل كيږي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې `` PYD او YPG، دا ټولې زموږ په اند ترهګرې ډلې دي.`` اردوغان په دې ډول د تركيې رسمي نظر هم څرګند كړ.
لومړي وزير احمد داوود اوغلو هم څرګنده كړه چې د ديموكراتيك يووالي ګوند PYD چې ترهګره ډله ده خپلې وسلې او سرتېري د عراق په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د مركز `قنديل` نه ترلاسه كوي.`` په دې ډول پې كا كا او PYD دواړه سره همكاري كوي.
د تركيې د مليت د ورځپاڼې د خبر په اساس د PYD د وسله والو ځواكونو قومانداني د هغو لوپوړو چارواكو پر غاړه ده چې د پې كا كا د ترهګرې ډلې لخوا په دندو ګمارل شوي دي. د تركيې د استخباراتو د ادارې د راپور له مخې چې لومړي وزير ته وړاندې شوى دى، د يوې ښځې په ګډون لږ تر لږه د پې كا كا درې تنه لوړپوړي چارواكي د PYD په ليكو كې فعاليت كوي.
د ديموكراتيك يووالي ګوند  PYD په نامه ترهګره ډله چې په ۲۰۰۳م كال كې تاسيس شوې ده، په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې په توګه فعاليت كوي. ددې ډلې مشري د صالح مسلم په نامه د يو شخص پر غاړه ده. نوموړي په ۲۰۱۲م كال كې د وينا پرمهال ويلي ول چې د پې كا كا سره ايډيولوژيكي اړيكې لري.
PYD د بشار اسد د رژيم پر وړاندې د مخالفو جنګياليو لخوا د رژيم سره په همكارۍ هم تورنه ده. دوى په سوريه كې د تركيې سره پولې ته څېرمه په درې بېلابېلو ښارګوټو كې خودمختاره اداره جوړه كړې ده. داسې ويل كيږي چې دوى غواړي چې د سوريې په شمال كې د نورو سيمو په نيولو سره د مديترانې بحيرې ته لار پيدا كړي. په دې ډول د عراق نفت د تركيې د مداخلې پرته نړيوالو بازارونو ته صادر كړي.
د PYD نظامي څانګه چې د خلكو د ساتنې ځواكونه YPG نوميږي شاوخوا ۶۵ زره ترهګر غړي لري. داسې ويل كيږي چې د YPG سره د امريكا، اروپا او آستراليا نه د وسلو او مهماتو مرسته كيږي.
د كردستان د خپلواك ژوند ګوند ``پژاك`` په نامه ډله بيا په ايران كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې څانګه ده. پژاك په ۲۰۱۱م كال كې په ايران كې خپل عمليات پاى ته ورسول او  د عراق په شمال كې د قنديل د غرونو په لمنو كې د پې كا كا په مركز كې ځاى پر ځاى شوه. دې ډلې د ۲۰۱۴م كال د مې په ۵مه نېټه په قنديل كې د يو مطبوعاتي كنفرانس پر مهال د خپل فعاليت د پاى ته رسېدو خبر وركړ. په دې ډول د پژاك پر ځاى د ختيځ كردستان د خپلواكۍ د سازمان KODAR په نامه بلې ډلې په فعاليت پيل وكړ.
په تركيه كې د ترهګرو ډلو په اړه لومړي وزير احمد داوود اوغلو وويل چې تر هغه پورې چې پې كا كا د تركيې د خاورې نه وتلې نه وي او خپلې وسلې يې پر ځمكه نه وي ايښي د PYD پر وړاندې به د تركيې دريځ همداسې دوام وكړي.
داوود اوغلو زياته كړه چې `` PYD بايد دا ثابته كړي چې د سوريې د رژيم او پې كا كا سره اړيكې نه لري. د پې كا كا سره د اړيكو درلودونكې هر ډله د تركيې لپاره ګواښ دى. د هرې ډلې ترهګريز فعاليتونه په هېواد كې دننه او يا هم په سوريه يا عراق كې په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. تر هغه پورې چې PYD په خپل دريځ كې بدلون راوړى نه وي نو زموږ لپاره د پې كا كا يوه څانګه بلل كيږي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه