د پې کاکا ترهګریز سازمان په برید کې ۵ تنه پولیسو په شهادت ورسیدل

د هیواد د حکاري او مردین په ولایتونو کې د پې کاکا ترهګریز سازمان په بمي بریدونو کې ۵ تنه پولیس شهید او ۳ تنه نور ټپیان شول.

350430
د پې کاکا ترهګریز سازمان په برید کې ۵ تنه پولیسو په شهادت ورسیدل


لومړنی برید د حکاري او وان ولایتونو په لویه لاره کې وشو.
د پې کاکا ترهګریز سازمان د حکاري او وان ولایتونو په لویه لاره کې ځای په ځاي کړي ماین د پولیسو د موټرو د تیریدو پر مهال وچو. په پيښه کې دوه تنه پولیس شهید او دوه تنه نور ټپیان شول.
همداشان د هیواد د مردین ولایت د نوسای بین په ولسوالۍ کې هم ترهګرو د پولیسو په موټرو بمي برید وکړ.
پدې برید کې درې تنه پولیس شهید او یو تن بل ټپي شو.
د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې ونیول شول.
همداشان په سیمه کې د ترهګرو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه