داوود اوغلو یو ځل بیا د عدالت او پراختیا د ګوند مشر وټاکل شو

په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند نن خپله پنځمه لویه کانګره او ټاکنې ترسره کړې.

386535
داوود اوغلو یو ځل بیا د عدالت او پراختیا د ګوند مشر وټاکل شو


د ویلو ده چې د عدالت او پراختیا پدې ننۍ کانګره او ټاکنو کې احمد داوود اوغلو د ګوند د مشرۍ لپاره یواځنی نوماند وو.
همداشان د یاد شوي ګوند په اجراییوي شورا کې هم جدي تغیرات راوستل شول. د عدالت او پراختیا د ګوند د اجراییوي شورا ۳۱ تنه غړي بدل او پر ځای نوي کسان وټاکل شول.
د ترکېې د عدالت او پراختیا ګوند مشر او لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د انقرې ارنا د سپورت په سالون کې جوړه شوې په کانګره کې کډوالو ته وینا وکړه . لومړي وزیر احمد داوود اوغلو خپله وینا په هیواد کې شیهدانو او په مکې معظمه کې د یو جرثقیل د راچپه کیدو په پیښه کې شهیدو شوو نوماند حاجیاتو ته په دعا کولو پيل کړه.
لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په خپله وینا کې تر ټولو زیات په ورورولۍ، یووالي او اتحاد ټینګار وکړ. لومړي وزیر داوود اوغلو په خپل ګوند د نوامبر د لومړۍ نیټې د ټاکنو لپاره د پوره تیاریو په نیولو غږ وکړ.
د یادولو وړ ده چې پدې مراسمو کې وینا ګانې د کڼو لپاره په اشارو او د بهرنیو میلمنو لپاره په شپږو ژبو لکه کوردي، انګلیسي، روسیې، فرانسوي، الماني او عربي ژبو ژباړل کیدې.
د ویلو ده چې پدې مراسمو کې د عدالت او پراختیا د ګوند د بڼسټ ایښودونکي عمومي او ولسمشر رجب طیب اردوغان د ژوند اړوند لنډ فلم نندارې ته وړاندې شو.
همداشان ن پدې مراسمو کې د هیواد د عدالت او پراختیا د ګوند د بڼسټګرانو نه پخواني ولسمشر عبدالله ګل پیغام هم ولوستل شو.
ولسمشر عبدالله ګل په خپل پیغام کې ویلي وو چې ددې په هیله کې د عدالت او پراختیا د ګوند دا پنځمه کانګره د ټول هیواد او نړۍ لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي. ولسمشر ګل زیاته کړې وه چې په ترکیه کې د عدالت او پراختیا د ګوند د واکمنیدو سره د ازادۍ، ډیموکراسۍ او د هغه دولت چې حقوق پکې د هر څه نه لوړ شمیرل کیږي بڼسټونه لا پسې مضبوط شول.
همداشان د وینا ګانو نه وروسته بیا د ګوند د مشر او اجراییوي شورا د نوو غړیو د ټاکلو په خاطر رای اچونه پیل شوه .
د هیواد لومړی وزیر احمد داوود اوغلو یو ځل بیا د ۱۳۵۳ رایو سره د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه