اردوغان: د هیواد دښمنانو ته به د نفاق تخمونه کرولو اجازه ورنکړو

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په هیواد کې د روانو پرمختګونو او ترهګریزو پیښو په اړه ارزونې وکړې.

344023
اردوغان: د هیواد دښمنانو ته به د نفاق تخمونه کرولو اجازه ورنکړو


ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د هیواد حقونو او ډیموکراسۍ د ګوند په چارواکیو غږ وکړ چې د ترهګرو نه د ملاتړ نه لاس واخلۍ.
ولسمشر اردوغان وویل چې موږ د ملت په توګه به د هیواد د دښمنانو چې غواړي د هیواد هر پلو کې اورونه بل کړي په لوبو فریب ونخورو.
ولسمشر اردوغان په هیواد کې د مظاهره کوونکو لخوا د سیاسي ګوندونو په مرکزونو او ودانیو بریدونه په کلکو ټوکو وغندل.
ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د شورا د ریس دونالد توسک سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه وکړه .
ولسمشر اردوغان وروسته په یوې خبرې ناسته کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان پدې خبري ناسته کې یو ځل بیا د حقونو او ډیموکراسۍ د ګوند په چارواکیو غږ وکړ چې د ترهګرو سره مصافه واخلۍ. د ترهګرو نه د ملاتړ نه لاس په سر شۍ. دا کوم مسولیت چې تاسې ته سپارل شوی دی ددې په مطابق چلند وکړۍ.
ولسمشر اردوغان د یاد شوي ګوند په چارواکیو غږ وکړ چې خپلو پلو معلوم کړۍ، د دیموکراسۍ پلوي کوۍ او که د ترهګرۍ؟
خپله مبارزه د سیاست له لارې او که د ټوپک، وسلو، بمونو او شدت له لارې؟ که چیرې د ډیموکراسۍ ، سیاست او سیاسي مبارزې پلوي کوۍ موږ هم ستاسې مبارزې ته درناوې کوو . که چیرې د ترهګرو سره دریږۍ او د هغوې نه ملاتړ ته دوام ورکوۍ ددې جزا به خامخا ووینۍ.
ولسمشر اردوغان وویل چې پدې وروستیو کې د هیواد په سویل ختیځ او ختیځه اناطولیا کې روانې پيښې په اصل کې د خپل هدف او لارې نه انصراف دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې پدې وروستیو ورځو کې تاسې ګورۍ چې یو زیات شمیر سیمه ییزې ښاروالۍ چې هغوې ته د دولت او دې ملت په پیسو ساختماني ماشین الات ، بیلدوزرې او موټرې اخیستل شوي دي خو دوی ددې ماشین الاتو سره په لارو او سړکانو کې ماینونه ځای په ځای کوي او وروسته په لومړي وزیر او ولسمشر باندې نیوکې کوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د سیاسي ګوندونو په ودانیو او مرکزونو بریدونه غندو او ددې پيښو مسولین باید خپله سزا وویني.
ولسمشر اردوغان په خلکو غږ وکړ چې په دولت او حکومت باور وکړۍ او دولت او ملت په توګه د هیواد دښمنانانو ته چې غواړي په ټول هیواد کې د اورونه بل کړي په هیڅډول اجازه ورنکړو.



پيوندونه:

اړوند خبرونه