د ۱۶ شهيدانو لپاره د جنازې مراسم

د تركيې په ختيځ كې د حكاري د ولايت په مربوطاتو كې د يكشنبې په ورځ د سرك د غاړې د ماين د چاودنې په پايله كې د شهيدو شوو ۱۶ تنو تركي سرتېرو لپاره د جنازې ځانګړي مراسم جوړيږي.

376196

په دې اړه رسمي مراسم د وان د ولايت د هوايي ځواكونو په قوماندانۍ كې د لومړي وزير احمد داوود اوغلو په ګډون ترسره كيږي. د رسمي مراسمو وروسته به د شهيدانو جنازې خپلو پلرنيو سيموته ولېږل شي او هر يوه ته به جلا جلا مراسم جوړ شي.
داسې تمه كيږي چې په اړوندو ولايتونو كې به د شهيدانو د جنازو د ښخولو پر مهال د ترهګرۍ پر وړاندې پراخه لاريونه ترسره شي.
په تركيه كې د تېرو كلونو په اوږدو كې دا تر ټولو خونړى بريد بلل كيږي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه