داوود اوغلو:ترهګرئ‌ پر وړاندې مبارزه به د کلک اعظم سره دوام وکړي

د هیواد لومړي‌ وزیر  احمد داوود اوغلو د وروستي‌ ترهګریز  برید  په اړه  چې له امله ۱۶ تنه سرتیري‌ په شهادت  ورسیدل  څرګندونې وکړې.

376029
داوود اوغلو:ترهګرئ‌ پر وړاندې مبارزه به د کلک اعظم سره دوام وکړي

 لومړي‌ وزیر ددې خبرې په ټینګار وویل چې  دا ډول خایینانه  بریدونه  د ترهګرئ  پر وړاندې  زموږ  کلکې  مبارزې  منفي اغیزې  نشي کولی. لومړي‌ وزیر د پې کاکا  په ترهګرې  ډلې غږ وکړ چې  ددې ډول  بزدلانه او خایینانه بریدونو سره د ترهګرئ پر وړاندې  د روانې مبارزې مخه  نشئ  نیولی. هغه  غرونه به حتما  او خامخا  د ترهګرو نه  پاکیږي.

د هیواد لومړي وزیر احمد  داوود اوغلو د حکاري ولایت د یوکسک قوا ولسوالئ‌ د داغلي جه  په سیمه کې  په امنیتي‌ ځواکونو د ترهګرو د نامردانه  بریدونو په اړه  خبریالانو ته معلومات ورکړل.

لومړي وزیر د ترهګرئ پر وړاندې  په روانې مبارزئ ټینګار وکړ او وویل چې  د هیواد کوماندو ځواکونه  سیمې ته  رسیدلي‌ دي‌ او د شهیدانو جنازې د سیمې نه تخلیه کړي‌ دي. 

لومړي‌ وزیر چې  د پې کاکا ترهګریز  سازمان  د ریښو د وچولو  او د هیواد ګوټ ګوټ  ددوې  د شر نه د ژغورنې  په خاطر يي امنیتي‌ ځواکونو ته  لازم  هدایات ورکړي‌ دي. لومړي‌ وزیر وویل چې  د ترهګرو د نامردانه بریدونو نه  د عراق په شمال کې  د هغوې  پټنځایونه  او ډیپوګان  له منخه وړل شوي‌ دي.

لومړي‌ وزیر احمد داوود اوغلو په هیواد کې په ټولو سیاسي‌ ګوندونو  د ترهګرئ‌ پر وړاندې  د مبارزې په خاطر د ګډ دریځ  د غوره کولو غږ وکړ. لومړي‌ وزیر وویل چې  ملت پدې برخه کې باید په دولت پوره باور او ډاډ ولري  او د ترهګرئ‌ پر وړاندې  په مبارزه کې  زموږ نه  ملاتړ وکړي.

لومړي‌ وزیر وویل چې  د ډیموکراسئ‌ په چوکاټ کې  د ترهګرئ‌ پر وړاندې  مبارزې ته به د کلکې ارادې  سره  دوام ورکړو. لومړي‌ وزیر په هیواد کې په ټولو سیاسي‌ ګوندونو د یووالي‌ غږ وکړ.

لومړي‌ وزیر وویل چې  ټولې مخالفې سیاسي‌ ډلې او ګوندونه باید  د ترهګرو پر وړاندې  یو شان  چلند او دریځ  غوره کړي. زه په ټولو ګوندونو اوږه اوږه پدې مبارزه کې د ګډون  بلنه ورکوم.

لومړي‌ وزیر وویل چې  ترهګرو د دا ډول  بریدونو سره به په ترکیه کې هیڅکله هم خپلو شومو اهدافو او موخو ته  ونه رسیږي.

لومړي‌ وزیر  داوود اوغلو  زیاته کړه  چې  زه  پوره باور  لرم  چې د هیواد په ختیځ او سویل ختیځو سیمو کې  میشت  هیوادوال به ددې ترهګریزو ډلو د ظلمونو، وحشت، پستئ ، د ملت د یووالي، د امنیتي‌ ځواکونو  او دولت نه پوره ملاتړ کوي. زه  پوره باور لرم  چې  زموږ دا  ورورولي‌ او  یووالی  به هیڅکله هم  زیان  ونه ویني. 

لومړي‌ وزیر داوود اوغلو  د نوامبر په  لومړئ‌ نیټه  په هیواد کې د پارلماني‌ ټاکنو په اړه هم معلومات ورکړل. لومړي‌ وزیر وویل چې  د نوامبر په لومړئ نیټه پارلماني‌ ټاکنې  به  د حقوقو په چوکاټ کې  ترسره شي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه