د تركيې په ختيځ كې خونړى بريد

د تركيې په ختيځ كې د حكاري ولايت د داغله جه په سيمه كې د امنيتي ځواكونو د موټرو د كاروان د تېرېدو پر مهال د سرك پر غاړه د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودېدو په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې شپاړس تركي سرتيري شهيدان او يو زيات شمېر نور ټپيان شول.

375490

دا پېښه د پې كا كا د ترهګرې ډلې د اروپكو لخوا د لرې نه د ريموټ كنټرول په واسطه د دوو ماينونو د چاودولو په پايله كې رامنځته شوې ده.
ددې خونړي بريد نه سمدستي وروسته په سيمه كې د ځمكې او هوا له لارې پراخه تصفيوي عمليات هم پيل شوي دي.
د تركيې جټ الوتكو په سيمه كې په ۱۳ بېلابېلو نقطو باندې بمباري وكړه چې په پايله كې يې يو زيات شمېر ترهګر ووژل شول.
د بريد نه وروسته لومړي وزير احمد داوود اوغلو په انقره كې د لوړپوړو امنيتي چارواكو سره بېړنۍ غونډه وكړه.
په غونډه كې د ترهګرۍ پر وړاندې د كلكې مبارزې پر سر ټينګار وشو.

پيوندونه:

اړوند خبرونه