د تركيې په جګړه كې ۹ كلنه افغانۍ قرباني
د تركيې په ختيځ كې د حكاري ولايت په مربوطاتو كې د مسافرينو د سپرلۍ په بس باندې د مرمۍ د لګېدلو په پايله كې يوه ۹ كلنه افغانه ماشومه ووژل شوه.
![د تركيې په جګړه كې ۹ كلنه افغانۍ قرباني](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/10-11/Files/UploadedImages/1953521526fahim.jpg?time=1718991869)
د تركيې په ختيځ كې د حكاري ولايت په مربوطاتو كې د مسافرينو د سپرلۍ په بس باندې د مرمۍ د لګېدلو په پايله كې يوه ۹ كلنه افغانه ماشومه ووژل شوه. دا پېښه نن سهار د حكاري – يوكسك اوا پر لويه لار رامنځته شوه. د پېښې نه سمدستي وروسته ټپې شوې افغانه روغتون ته انتقال شوه خو څو ساعته وروسته يې بيا په روغتون كې سا وركړه. دا لا معلومه نه ده چې مرمۍ له كومه راغلې او يا د چا لخوا توغول شوې ده.
د پوليسو د معلوماتو له مخې په بس كې هغه ناقانونه افغان كډوال سپاره ول چې د ايران له لارې په غير قانوني توګه تركيې ته را اوښتي ول. پوليس وايي چې د پېښې په اړه اړوندې څېړنې پيل شوي دي.
په افغانستان كې د جګړې، بېوزلۍ او بېكارۍ له امله هر ورځ سلګونه افغانان د قاچاقي لارو تركيې او بيا وروسته اروپا ته ځي.
د تركيې په ختيځ كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې پر وړاندې د امنيتي ځواكونو مبارزه روانه ده.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718991869)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718991869)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله