د خونړي بريد په اړه د اردوغان څرګندونې

تېر ماښام د تركيې په ختيځ كې د حكاري ولايت د داغله جه په سيمه كې د امنيتي ځواكونو د موټرو پر كاروان باندې ترهګري بريد د ولسمشر رجب طيب اردوغان لخوا په كلكه وغندل شو.

375521
د خونړي بريد په اړه د اردوغان څرګندونې


تېر ماښام د تركيې په ختيځ كې د حكاري ولايت د داغله جه په سيمه كې د امنيتي ځواكونو د موټرو پر كاروان باندې ترهګري بريد د ولسمشر رجب طيب اردوغان لخوا په كلكه وغندل شو.
اردوغان څرګنده كړه چې `` په حكاري كې هغه ترهګري بريد چې له امله يو شمېر سرتيري شهيدان او يا ټپيان شوي دي په كلكه غندم. د جدايي غوښتونكې ترهګرې ډلې پې كا كا په منفور بريد كې د شهيدو شوو سرتېرو غم زموږ زړه داغ كړ. د قربانيانو د كورنيو سربېره وسله والو ځواكونو ته د زړه له كومي تسليت وايم او ټپيانو ته د روغتيا هيله لرم.``
د هېواد د ولسمشرۍ د ماڼۍ نه پدې اړه په خپور شوي پيغام كې راغلي دي چې `` پوره باور لرم چې د ورته بريدونو په مقابل كې چې د هېواد د حضور، يووالي او استقرار د لمنځه وړلو په موخه ترسره كيږي، تركي ملت به تل بېداره اوسي. د داغله جه په سيمه كې خونړى بريد يو ځل بيا په كلكه غندم او د قدر وړ شهيدانو ته د لوى الله ج له درباره د رحمت غوښتنه كوم او كورنيو، تركي ملت او وسله والو ځواكونو ته د تسليت پيغام وړاندې كوم. همداراز ټپي شوو سرتېرو ته د عاجلې روغتيا غوښتنه كوم.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه