په تركيه كې د لرغوني روم د دورې يوه كليسا كشف شوه.
د تركيې د خواركي موادو، كرنې او مالدارۍ وزير قطب الدين آرزو وويل چې د تركيې په ختيځ كې د دياربكر په ولايت كې لرغونپوهانو د يوې كليسا پاتې شوني موندلې دي.
د تركيې د خواركي موادو، كرنې او مالدارۍ وزير قطب الدين آرزو وويل چې د تركيې په ختيځ كې د دياربكر په ولايت كې لرغونپوهانو د يوې كليسا پاتې شوني موندلې دي. تمه كيږي چې دا كليسا به د لرغوني روم د تاريخي مودې د څېړنې په برخه كې مرسته وكړي.
د نوموړي په وينا ددې كليسا د جزيياتو د څېړنې سره به د روم تاريخ يو ځل بيا وليكل شي. د كليسا په دېوالونو باندې په آرامي ژبه د انجيل ځينې عبارتونه هم ليكل شوي دي. تمه كيږي چې ددې كليسا پاتې شونې او شاوخوا تاريخي برخې به د سيلانيانو پرمخ هم پرانيستلې شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله