د سوري ماشوم د لېږدونكې تركي افسر څرګندونې

د هغه ۲ كلن سوري ماشوم بې روحه بدن چې د تركيې په سوېل كې د بودروم په ساحل كې وموندل شو او د ټولې نړۍ غبرګون يې را وپارولو اوس هم د نړۍ د اجندا په سر كې ځاى لري.

375246
د سوري ماشوم د لېږدونكې تركي افسر څرګندونې

دا ځل د تركيې د سرحدي ځواكونو اړوند هغه افسر چې د آيلان جسد يې وموند او بيا يې په غېږ كې انتقال كړ، د پېښې پر مهال د خپل احساس په اړه د خبريالانو پوښتنې ځواب كړې.


د تركيې د سرحدي ځواكونو د بودروم د ساحل د امنيتي چارو د مسوول ټيم ماموريت غړى او د پېښې د ځاى د پلټنې د ټيم قوماندان محمد چپلاك د سوري ماشوم آيلان د مړي د موندلو د پېښې په اړه وويل چې ``د سپتمبر په دويمه نېټه د سهار ۴ بجې د يو تن هېوادوال لخوا خبر وركړل شو چې د بودروم په ساحل كې د كډوالو كيښتۍ ډوبه شوې ده او مړي يې په شګو كې پراته دي. د پېښې ځاى ته د رسېدو سره سم مې په سيمه كې د آيلان بې روحه بدن له ورايه وليد د رسېدو وړاندې مې له ځانه سره دعا وكړه چې الله ج دې وكړي چې ژوندى وي. شېبه وروسته چې مې كنترول كړ له بده مرغه چې د ژوند علايم يې نه درلودل.``
محمد چپلاك زياته كړه چې پخپله هم د يو شپږ كلن ماشوم پلار دى. په غېږ كې د آيلان د اخيستلو سره سم يې خپل زوى ور ياد شو او په دې فكر كې شو چې په دې به هم مور او پلار ژړيږي. شېبه وروسته يې د آيلان د بل ۳ كلن ورور، مور او پلار جسدونه هم وموندل.


محمد چپلاك د پېښې پر مهال د خپل احساس په اړه وويل چې `` ۱۸ كاله كيږي چې د خپل مسووليت له مخې مې بېلابېلې زړه بوږنوونكې پېښې ليدلي دي خو د آيلان د جسد انتقال داسې ودردولم چې لكه يو پلار چې د خپل اولاد مړى په غېږ كې ونيسي. د خپل اولاد د مړي په غېږ كې نيول هغه درد دى چې هېڅوك يې د تحمل وړتيا نه لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه