ترکيې وسله والو ځواکونو ته په عراق او سوریه کې د عملیاتو اجازه
د ترکیې ملي شورا وسله والو ځواکونو ته د هیواد نه بهر د عملیاتو اجازه نامه د یو بل کال لپاره وغځوله.
د هیواد د وزیرانو شورا وسله والو ځواکونو ته د هیواد د پولو نه بهر د عسکري عملیاتو اجازه نامه یو کال نوره هم وغځوله او د تصویب په موخه يي ملي شورا ته واستوله.
تیره ورځ د هیواد ملي شورا په نوموړې اجازه نامې د رای اچونې په خاطر فوق العاده غونډه وکړه.
په غونډه کې د هیواد د عدالت او پراختیا ، جمهوریت خلق او ملیت پالو غورځنګ ګوندونو موافقه او د حقونو او ډیموکراسۍ ګوند منفي رایه وکاروله.
اجازه نامه په ملي شورا کې د رایو په اکثریت سره ومنل شوه . د هیواد د ملي دفاع وزیر وجدي ګونول لومړی په هیواد کې د روانو امنیتي حالاتو په اړه د ملي شورا غړیو ته پوره معلومات ورکړل.
د دفاع وزیر د پې کاکا او داعش ترهګریزو سازمانونو د ګواښونو او تهدیدونو په اړه هم معلومات ورکړل.
ددې اجازه نامه سره د هیواد وسله وال ځواکونه کولی شي چې په سوریه او عراق کې د ترهګریزو سازمانونو پر خلاف عسکري ګامونه پورته کړي او عملیات ترسره کړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله