د عدالت او پراختيا د ګوند يو چارواكى وتښتول شو

د هېواد په ختېځ كې د پې كا كا ترهګرې ډلې د عدالت او پراختيا د ګوند د تونجيلي د ولايت يو چارواكى تښتولى دى.

371683
د عدالت او پراختيا د ګوند يو چارواكى وتښتول شو


د هېواد په ختېځ كې د پې كا كا ترهګرې ډلې د عدالت او پراختيا د ګوند د تونجيلي د ولايت يو چارواكى تښتولى دى.
ترهګرو د سليمان جاپولاد د سپرلۍ د موټر د درولو نه وروسته نوموړى له ځانه سره نا معلوم ځاى ته يووړ او موټر يې وسوځولو.
د جاپولاد د خوشې كولو په موخه په سيمه كې پراخه تصفيوي عمليات پيل شوي دي.
د بله پلوه د پې كا كا د ترهګرې ډلې اورپكو د شرناك د ولايت په مربوطاتو كې د امنيتي ځواكونو پر پوستې باندې بريد وكړ چې په پايله كې يو تن محلي پوليس ټپي او دوه تنه ترهګر ووژل شول.
په تركيه كې د تېرو دوو مياشتو راهيسې د ترهګري بريدونو د زياتېدو له امله يو زيات شمېر كسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه