د ترکیې د مردین په ولایت کې په پولیسو خونړی برید شو

د ترکیې د مردین په ولایت کې په پولیسو په بمي‌ برید کې د ۱۰ تنو پولیسو په ګډون ۲۴ تنه ټپیان شول

341231
د ترکیې د مردین په ولایت کې په پولیسو خونړی برید شو

د ترکیې  په ختیځ کې  د مردین په ولایت کې  په پولیسو بمي‌ برید وشو. 

د پې کاکا  ترهګریزې ډلې  د مردین  ولایت  قزل ټپه  په سیمه کې  د یو پل  لاندې  بمونه ځای په ځای کړي‌ وو  چې  د پولیسو  د کتار د تیریدو پر مهال يي‌ وچاوه. په برید کې  د ۱۰ تنو پولیسو په ګډون  ۲۴ تنه ټپیان شول.

د پيښې ټپیان  سمدلاسه  روغتون ته  واستول شول . ویل کیږي‌  د چاودنې  له امله  د پل  یوه برخه په کامله توګه  ونړید. 

د بله پلوه  د هیواد  د شانلي‌ اورفا په ولایت کې  نامعلومو وسله والو کسانو  د پولیسو په موټر  د روغتون  په مخکې  برید وکړ چې له امله يي  دوه تنه  پولیس  په شهادت  ورسیدل. 

پیښه پرون  د شپې په نیمايي  برخه  کې  رامنځته شوه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه