اردوغان ته د كردي ځوانان ليك
په هېواد كې د يو شمېر كردي ځوانانو لخوا ولسمشر رجب طيب اردوغان ته په لېږل شوي ليك كې، د كردانو د حقونو نه د نوموړي د دفاع له امله مننه شوې ده.
په هېواد كې د يو شمېر كردي ځوانانو لخوا ولسمشر رجب طيب اردوغان ته په لېږل شوي ليك كې، د كردانو د حقونو نه د نوموړي د دفاع له امله مننه شوې ده.
ولسمشر اردوغان ته په ليك كې راغلي دي چې `` د كردانو لپاره ستاسې د فدا كار دريځ او مثبتو كړنو په اړه شاهدي وركوو. كردان او تركان ورونه دي.``
په ليك كې راغلي دي چې `` موږ ددې خاورې د اصيلو بچيانو په توګه خپل وياړلي بيرغ ته د ناموس او شرف په سترګه ګورو. موږ د پې كا كا د ترهګرې ډلې لخوا چې د هېواد د ملي يووالي دښمنه ده تر ټولو زيات د سپكاوي سره مخامخ شوي يو.``
په ليك كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې لخوا كردانو ته د رسېدلو زيانونو نه په يادونې سره راغلي دي چې `` څه باندې ۲۵ كاله كيږي چې د كردانو او تركانو پر وړاندې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د خاينانه بريدونو سره مخامخ يو. ددې بريدونو اصلي قربانيان كردي ځوانان دي.``
په ليك كې تيارى ښودل شوى دى چې په سلګونه زره كردي ځوانان د هېواد د ملي يووالي، د تركانو او كردانو ترمېنځ د ورورولۍ او د وياړلي بيرغ د شرف د ساتنې لپاره د هېڅ ډول وېرې پرته خپل مسووليت ادا كړي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718904981)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718904981)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله