ترهګرو یو ځل بیا په امنیتي ځواکونو خونړی برید وکړ

د پې کاکا ترهګرې ډلې د هیواد د امنیتي ځواکونو په یو کتار خونړی برید وکړ

334367
ترهګرو یو ځل بیا په امنیتي ځواکونو خونړی برید وکړ

د هیواد د سیرت ولایت  د شیروان او پراون ولسوالیو ترمنخه ترهګرو د امنیتي ځواکونو په کتار برید وکړ چې له امله يي لږ تر لږه  ۸ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  په لویه لاره کې  بمونه ځای په ځای کړي ول چې  د امنیتي ځواکونو د کتار د تیریدو پر مهال يي د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه  وچول.

ویل کیږی پدې پیښه یو شمیر سرتیري ټپیان شوي هم  دي چې سمدلاسه  د سیمې روغتونونو ته  انتقال کړی شوي دي.

د پیښې نه وروسته په سیمه کې پراخه چاڼیز عملیات پیل شوي دي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه