د ترهګرۍ پر وړاندې د اردوغان سخت غبرګون

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د دولت او ملت پر وړاندې د توغول شوې هرې مرمۍ سزا به ډېره سخته وي.

333496
د ترهګرۍ پر وړاندې د اردوغان سخت غبرګون


ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د دولت او ملت پر وړاندې د توغول شوې هرې مرمۍ سزا به ډېره سخته وي.
اردوغان چې د تركيې د وسله والو ځواكونو د نوي لوى درستيز د معرفي كولو په مراسمو كې وينا اوروله په هېواد كې په دې وروستيو كې د ترهګرې ډلې د خونړيو بريدونو په اړه وويل چې تركيه به هېڅكله د ترهګرۍ پر وړاندې له مبارزې نه لاس وانخلي.
اردوغان ترهګرو ډلو ته په خطاب كې وويل چې `` هغه كسان چې د بهرنيو په لمسونې سره د تركي ملت د يووالي، ورورولۍ او پيوستون د لمنځه وړلو په موخه بريدونه كوي، پخپله سزا به ورسيږي. د دولت او ملت پر وړاندې توغول شوې هره مرمۍ بې سزا نه پاتې كيږي. ``


پيوندونه:

اړوند خبرونه