د ايتلافي حكومت پر سر خبرې

لومړي وزير او د عدالت او پراختيا د ګوند مشر احمد داوود اوغلو په پارلمان كې د دويم لوى ګوند MHP د مشر دولت باغچه لې سره د ايتلافي حكومت پر سر خبرې وكړې.

331476
د ايتلافي حكومت پر سر خبرې


لومړي وزير او د عدالت او پراختيا د ګوند مشر احمد داوود اوغلو په پارلمان كې د دويم لوى ګوند MHP د مشر دولت باغچه لې سره د ايتلافي حكومت پر سر خبرې وكړې.
تېره اونۍ احمد داوود اوغلو په پارلمان كې د خلكو د جمهوري ګوند CHP سره چې تر ټولو لوى مخالف ګوند دى د ايتلافي حكومت پر سره خبرې اترې وكړې خو دواړه ګوندونه سره سلا نشول.
تمه كيږي چې دواړه مشران به د ليدنې په اړه د يو مطبوعاتي كنفرانس له لارې معلومات وركړي.
د تركيې د اساسي قانون د موادو له مخې كه چېرې د ټاكنو نه وروسته ګوندونه په ۴۵ ورځو كې د حكومت په جوړولو بريالي نشي نو په راتلونكو درې مياشتو كې له وخته دمخه ټاكنې ترسره كيږي.
د جون د مياشتې د ۷مې نېټې په ټاكنو كې د عدالت او پراختيا ګوند د پارلمان د ۵۵۰ چوكيو نه ۲۵۸ چوكۍ خپلې كړې وې. په يواځې ځان د حكومت د جوړولو په موخه ۵۰+۱ يعنى د ۲۷۶ وكيلانو رايې ته اړتيا ليدل كيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه