بي بي سره د داوود اوغلو مركه
د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو د بي بي سي د منځني ختيځ د چارو د كارپوه جيرمي باوېن سره په يوې ځانګړې مركه كې په سوريه او عراق كې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې معلومات وركړل.
د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو د بي بي سي د منځني ختيځ د چارو د كارپوه جيرمي باوېن سره په يوې ځانګړې مركه كې په سوريه او عراق كې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې معلومات وركړل.
داوود اوغلو د سوريې په خاوره كې د امنې سيمې د رامنځته كولو په موخه د تركيې په دريځ يو ځل بيا ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې په دې اړه به د امريكا د متحدو ايالتونو سره په ګډه كار وكړي. د داوود اوغلو په وينا سوريې ته د پليو ځواكونو د لېږلو پر ځاى بايد په دې هېواد كې د معتدلو مخالفينو د روزنې چارو ته چټكتيا وركړل شي. داوود اوغلو دا هم وويل هېچا ته به اجازه ورنكړي چې د تركيې ثبات او ملي ګټو ته زيان ورسوي.
داوود اوغلو په سوريه كې د ۴ كلن كړكېچ د پاى ته رسولو په موخه پر نړيوالې ټولنې يو ځل بيا غږ وكړ چې په ګډه اقدام وكړي. نوموړي دا هم په ډاګه كړه چې تركيې هېڅكله د داعش د ترهګرې ډلې نه ملاتړ نه دى كړى.
لومړي وزير د خبريال د پوښتنو په ځواب كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزې ته هم اشاره وكړه او څرګنده يې كړه چې `` تركيه هېڅكله د كردانو سره په جګړې اخته نه ده. تركيه د پې كا كا سره چې ترهګره ډله ده مبارزه كوي.``
داوود اوغلو د نوي ايتلافي حكومت د جوړولو په موخه هلو ځلو ته په اشارې سره وويل چې ددې ټولو سره سره د عدالت او پراختيا د ګوند پرته د حكومت د جوړولو امكان نشته دى.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719136057)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719136057)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله