په ترکیه کې په امنیتي سرتیرو ترهګریز برید

په ترکیه کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو په لړ کې یو تن بل سرتیری هم په شهادت ورسید.

322161
په ترکیه کې په امنیتي سرتیرو ترهګریز برید

د هیواد د لوی درستیزوالۍ د مطبوعاتي مرکز لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې تیره شپه په ۱۲ بجو او ۲۰ دقیقو د هیواد دښمنانو په شرناک ولایت کې د شپږم پياده غنډ د قومندانۍ په سرتیرو وسله وال برید وکړ.
د برید په پایله کې د هیواد یو تن اتل سرتیری سخت ټپي شو چې وروسته يي د شرناک په دولتي روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ او د شهادت شربت يي وڅکه.
په څرګندونو کې راغلي دي چې شهید ته د الله د دربار څخه رحمت او د کورنۍ او ترک ملت ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.
د یادولو وړ ده چې ترهګرو تیره ورځ هم څلور تنه پولیس د یو بمي برید په ترڅ کې په شهادت رسولي وو.
تیره ورځ د هیواد د سلوپي په سیمه کې ترهګرو د پولیسو په موټر بمي برید وکړ چې په پایله کې ۴ تنه پولیس شهیدان او یو تن بل سخت ټپي شو.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه