په استانبول كې د امريكا پر قونسلګرۍ بريد

په استانبول كې د امريكا د متحدو ايالتونو د قونسلګرۍ په ودانۍ باندې د نا معلومو وسله والو كسانو لخوا بريد وشو.

320392
په استانبول كې د امريكا پر قونسلګرۍ بريد


دا بريد نن سهار په ځايي وخت شاوخوا ۸ بجې ترسره شو. د بريد سيمه د امنيتي ځواكونو لخوا كلابند او پراخه امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د پوليسو د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په بريد كې چا ته ځاني زيان نه دى رسېدلى. بريد كوونكي دوه تنه ول چې يو يې د امنيتي ځواكونو لخوا ژوندى نيول شوى او د بل د نيولو هڅې روانې دي.
ويل كيږي چې دويمه بريد كوونكې يوه ښځه ده چې د امنيتي كمرو لخوا تثبيت شوې ده. د بريد كوونكې د نيولو لپاره تصفيوي عمليات هم پيل شوي دي.
تر اوسه پورې امريكايي مقاماتو د بريد په اړه څه نه دي ويلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه