په تركيه كې ځانمرګى بريد

د تركيې د په ختيځ كې د آغره د ولايت په مربوطاتو كې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې باندې د ځانمرګي بريد په پايله كې د لومړنيو شمېرو له مخې ۲ تنه سرتيري شهيدان او ۲۴ تنه نور ټپيان شول.

311693

د امنيتي ځواكونو د معلوماتو په اساس بريد د پې كا كا د ترهګرې ډلې د اورپكو لخوا ترسره شوى دى.
دا په داسې حال كې ده چې د تركيې په سوېل ختيځ كې د ماردين د ولايت د ميديات د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د سرك د غاړې د ماين د چاودنې په پايله كې يو تن سرتېرى شهيد او ۷ تنه نور ټپيان شول. چاودنه هغه مهال وشوه چې د امنيتي ځواكونو د ګزمې موټر د سيمې نه د تېرېدو په حال كې وو.
په دواړو ولايتونو كې د بريدونو د عاملينو د نيولو په موخه پراخه تصفيوي عمليات پيل شوي دي.
د پې كا كا ترهګرې ډلې په دې وروستيو كې د تركيې په امنيتي ځواكونو او ملګړي وګړو باندې بريدونو ته مخه كړې ده.

پيوندونه:

اړوند خبرونه