د ترهګرۍ په اړه د اردوغان څرګندونې
ولسمشر رجب طيب اردوغان د چين او اندونېزيا له هېوادونو نه د رسمي ليدنې نه وروسته پاكستان ته روان شو.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د چين او اندونېزيا له هېوادونو نه د رسمي ليدنې نه وروسته پاكستان ته روان شو.
اردوغان په الوتكه كې د خبريالانو سره په خبرو كې په تركيه كې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په اړه معلومات وركړل.
ولسمشر د پې كا كا او داعش د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د محدوديت خبر وركړ او د دوى پر وړاندې هر ډول مبارزې ته يې تيارى وښود.
اردوغان د پې كا كا د ترهګرې ډلې په اړه وويل چې `` دوى په ۲۰۱۳م كال كې د وسلې د پرېښودلو وعده وركړې وه خو اوس يې بيا ترهګري بريدونه پيل كړل. دولت به هېڅكله د دوى پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي. د دوى پر وړاندې هر ډول مبارزې ته تيارى لري.``
ولسمشر اردوغان د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د تركيې- امريكا متحدو ايالتونو ترمېنځ د اړيكو په اړه وويل چې د اوباما سره يې د جولاى په ۲۲مه نېټه ټيلفوني خبرې وكړې.
د اردوغان په وينا `` په هېڅ يو ديموكراتيك هېواد كې د ترهګرو لخوا د انسانانو د ژوند ګواښلو ته په نېكه سترګه نه كتل كيږي. د داعش او پې كا كا په ګډون د ترهګرو شبكو پر وړاندې د تركيې د عملياتو په اړه مو د متفقو دولتونو د مشرانو سره خبرې وكړې او هغوى ته مو معلومات وركړل. ټولې نړۍ زموږ ددې اقدام درناوى وكړ.``
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله