ترهګرو یو ځل بیا ترکي سرتیري په شهادت ورسول

د ترکیې د شرناک په ولایت کې په وسله والو ځواکونو د یو ترهګریز برید په پایله کې درې تنه سرتیري شهیدان شول.

311026
ترهګرو یو ځل بیا ترکي سرتیري په شهادت ورسول

د هیواد لوی درستیزوالۍ د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د شرناک په ولایت په امنیتي ځواکونو د برید په پایله کې د ۳ تنو سرتیرو د شهیدیدو خبر خپور کړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې نن د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۳۰ مه د سهار د ۹ بجو او ۱۰ دقیقو پر مهال د پلو ځواکونو د شپږم محاربوي غنډ د قومندانۍ اړوند په ځواکونو چې د عسکري پرسونل د امنیت د نیولو په خاطر په دنده ګمارل شوي وو د پې کاکا ترهګریز سازمان د ترهګرو لخوا پرې برید وشو چې له امله يي یو منصبدار، یو دلګي مشر او یو تن هم سرتیری په شهادت ورسیدل.
د برید نه وروسته سیمې ته سمدلاسه بې پیلوټه الوتکې، جنګې چورلکې او کوماندو ځواکونه سوق شول او د ترهګرو د لمنځه وړو په خاطر يي په عملیاتو پیل وکړ.
په سیمه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف چاڼیز عملیات دوام لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه