د عراق په شمال كې د تركيې عمليات

د عراق په شمال كې د قنديل په غرنۍ سيمه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د پټنځايونو پر وړاندې د تركيې د هوايي ځواكونو عمليات روان دي.

306061
د عراق په شمال كې د تركيې عمليات


د عراق په شمال كې د قنديل په غرنۍ سيمه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د پټنځايونو پر وړاندې د تركيې د هوايي ځواكونو عمليات روان دي.
تېره شپه ددې عملياتو شپږم پړوا هم پاى ته ورسېد.
تېر ماښام د تركيې په سوېل كې د دياربكر د ولايت د جټ د الوتكو د پنځمې هوايي قوماندانۍ الوتكو د عراق په شمال كې د ترهګرې ډلې په كمپونو بمباري وكړه.
د سيمه ايزو سرچينو د معلوماتو په اساس دا بريدونه په ځايي وخت د شپې په ۹ بجو او ۱۵ دقيقو پيل او شاوخوا ۲ ساعته يې دوام وكړ.
د عملياتو په ترڅ كې د عراق په شمال كې د قنديل د غرونو په لمن كې د ترهګرې ډلې د اوسېدو كمپونه، د وسلو او مهماتو ډيپوګان او اداري مركزونه په نښه شول.
په تركيه كې د ترهګري بريدونو د زياتېدو په پايله كې وسله وال پوځ يوه اونۍ وړاندې د پولې نه بهر د عراق په خاوره كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې پر وړاندې هوايي عمليات پيل كړي ول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه