د اردوغان لخوا ډيپلوماټيكې ټيلفوني اړيكې.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د پې كا كا او داعش د ترهګرو ډلو پر وړاندې د تركيې د عملياتو په اړه د نړۍ مشرانو ته د معلوماتو د وركولو په موخه د اردن د پادشاه عبدالله بن حسين او د ايټاليا د لومړي وزير ماتيو رينزي سره ټيلفوني خبرې وكړې.

306207
د اردوغان لخوا ډيپلوماټيكې ټيلفوني اړيكې.


ولسمشر رجب طيب اردوغان د پې كا كا او داعش د ترهګرو ډلو پر وړاندې د تركيې د عملياتو په اړه د نړۍ مشرانو ته د معلوماتو د وركولو په موخه د اردن د پادشاه عبدالله بن حسين او د ايټاليا د لومړي وزير ماتيو رينزي سره ټيلفوني خبرې وكړې.
ولسمشر اردوغان چين ته د رسمي سفر پر مهال د اردن د پادشاه عبدالله بن حسين سره د ټېلفون پر كرښه د خبرو پر مهال د سوريې د كړكېچ په اړه بحث وكړ. اردوغان وويل چې دا كړكېچ نه يواځې په تركيې بلكې پر اردن باندې هم ناوړه اغېزه لري. ولسمشر اردوغان زياته كړه چې `` تركيې، د خپلو هېوادوالو د ساتنې په موخه د ملګرو ملتونو ملتونو د تړون په اساس د مشروع دفاع حق كارولى دى او په دې چوكاټ كې يې په عراق او سوريې كې د ترهګرو ډلو ځالې په نښه كړي دي. د اردوغان په وينا تر هغه پورې چې بشار اسد په واك كې وي په سوريه كې سوله او ثبات نه راځي.``
پادشاه عبدالله په دې ورستيو كې په تركيه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې لخوا د تركي امنيتي ځواكونو پر وړاندې د بريدونو له امله د وژل شوو تركي سرتېرو د كورنيو او تركي ملت سره خواخوږي څرګنده كړه. نوموړي زياته كړه چې د داعش د ترهګرې ډلې سره د مبارزې په ګډون د ترهګرۍ پر وړاندې د تركيې د ټولو فعاليتونو نه ملاتړ كوي.
ولسمشر اردوغان په دې چوكاټ كې د ايټاليا د هېواد د لومړي وزير ماتيو رينزي سره هم د ټېلفون پر كرښه د خبرو اترو په ترڅ كې د ترهګرۍ پر وړاندې د تركيې د مبارزې په اړه معلومات وركړل.
رينزي، په دې مبارزه كې د تركيې نه د هر ډول ملاتړ د ترسره كولو تيارى څرګند كړ او په ترهګريزو بريدونو كې د وژل شوو تركي هېوادوالو له امله يې خواشيني څرګنده كړه.
د خبرو پر مهال دواړو مشرانو په مصر او لېبيا كې د اعدام د پرېكړو په اړه هم بحث وكړ.
دواړو مشرانو په مصر او لېبيا كې د سياسي حل لارې نه د ملاتړ په موخه د ګډو هلو ځلو پر سر هوكړه وكړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه