پر مسجدالاقصى د بريد په اړه د تركيې غبرګون

تركيې د اسراييلو د امنيتي ځواكونو لخوا د مسجد الاقصى پر وړاندې د سپكاوي ډك دريځ وغندلو.

304727
پر مسجدالاقصى د بريد په اړه د تركيې غبرګون


تركيې د اسراييلو د امنيتي ځواكونو لخوا د مسجد الاقصى پر وړاندې د سپكاوي ډك دريځ وغندلو.
د تركيې د بهرنيو چارو د وزارت د لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د اسراييلو پوليسو مسجد الاقصى ته د راډيكالو يهودانو د ننوتلو لپاره د زمينې د برابرولو په موخه په سيمه كې د مسلمانو عبادت كوونكو مخه نيول په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.
په اعلاميه كې د اسلامي نړۍ لپاره د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې مسجد الاقصى پر اهميت او ارزښت ټينګار شوى دى او راغلي دي چې `` اسراييل بايد د حرم شريف پر وړاندې خپل غير قانوني او د سپكاوي نه ډك اقدامات چې د نړۍ د مسلمانانو د پراخه غبرګون سبب شوي دي ژر تر ژره پاى ته ورسوي.``
اسراييلي پوليسو تېره ورځ د حرم شريف سپېڅلتيا تر پښو لاندې كړه او په مسجد كې دننه يې پر مسلمانو عبادت كوونكو بريدونه وكړل.
د اسراييلو يهودي دولت د مسجد الاقصى لاندې د سليمان د معبد د شتوالي په بهانه په سيمه كې كيندنې كوي چې دا په راتلونكې كې ددې سپېڅلي مكان د نړېدو سبب كيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه