په ترکیه کې په ۴ ورځو کې ۱۸۷۶ تنه ناقانون کډوال ونیول شول

د ترکیې د ایژې د سیمې د سواحلو د قومندانۍ منسوبینو په ۴ ورځو کې د ۱۸۷۶ تنو ناقانونه کډوالو د نیولو نه خبر ورکړی دی .

304631
په ترکیه کې په ۴ ورځو کې ۱۸۷۶ تنه ناقانون کډوال ونیول شول

د هیواد د ایزمیر ولایت د مطبوعاتي مرکز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ایژې د سیمې د سواحلو د امنیت قومندانۍ منسوبینو په ۴ ورځو کې ۱۸۷۶ تنه ناقانونه کډوال نیولي دي .
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د جولای د ۲۴ – او ۲۷ مو نیټو ترمنځه د چناک کلا ولایت د ایوه جک په ولسوالۍ کې په ۱۹ جلا جلا عملیاتو کې ۹۴۶ تنه ، د ایزمیر ولایت د چشمه او دیکیلي په ولسوالیو کې په ۱۰ جلا جلا عملیاتو کې ۴۷۳ تنه، د موغلا ولایت د بودروم په ولسوالۍ کې په ۱۰ جلا جلا عملیاتو کې ۲۶۴ تنه، د ایدن ولایت د کوشاده سي او دیدم په ولسوالیو کې په دوو عملیاتو کې ۱۴۰ تنه او د بالکیسیر ولایت د ایوه لک په ولسوالۍ کې په دوو عملیاتو کې ۵۳ تنه ناقانونه کډوال نیول شوي دي.
همداشان د هیواد د بالکیسیر ولایت د ایوه لک په ولسوالۍ کې ۵۳ تنه کډوال چې د سمندر په منځ کې د ډوبیدو او مرګ د ګواښ سره مخامخ ول ژغورل شوي دي. ژغورل شوو کډوالو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یونان سواحلو ته نږدې یوناني عسکرو چې مخونه يي پوخل شوي وو ددوی د کښتیو نه د تیلو بوشکې د اخیستو نه وروسته د کښتۍ ماشینونه يي ورته خراب کړل او وړې کښتۍ يي سورۍ کړې او خپله د سیمې نه ولاړل. ددې پیښې نه وروسته د ترکیې د سواحلو امنیتي ځواکونو وژغورولو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي په نیول شوو ناقانونه کډوالو کې ډیری په سمندر کې د مرګ د خطر سره مخامخ ول چې ژغورل شوي دي.
ژغورل شوي کسان د سیمې امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي او د قانوني مراحلو د پلي کیدو نه وروسته به خپلو خپلو هیوادونو ته واستول شي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه