چين ته د اردوغان سفر

ولسمشر رجب طيب اردوغان د چين د ولسمشر شي جيپينګ په رسمي بلنه نن نوموړي هېواد ته رسمي سفر ترسره كوي.

380326
چين ته د اردوغان سفر


ولسمشر رجب طيب اردوغان د چين د ولسمشر شي جيپينګ په رسمي بلنه نن نوموړي هېواد ته رسمي سفر ترسره كوي.
دا سفر چې درې ورځې به دوام وكړي په چين كې د دولتي چارواكو سربېره د ليدونو سربېره د سينګيانګ د ايغوري مسلمانانو د حالاتو په اړه بحث وشي.
په دې سفر كې د ولسمشر سره د وزيرانو د شورا ځيني غړي، د پارلمان وكيلان، سوداګر او د رسنيو استازي ګډون لري. ولسمشر ته به په چين كې د نوموړي هېواد د ولسمشر شي جيپينګ لخوا د رسمي مراسمو په ترڅ كې ښه راغلاست وويل شي. د دواړو هېوادونو مشران به د اړيكو د لا پراختيا او متقابلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وكړي. همداراز به د سيمه ايزو او اړوندو نړيوالو مسايلو په اړه هم بحث وشي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان به چين د خلكو د ملي كانګرس د مشر زانګ دي جيانګ او د دې هېواد د لومړي وزير لي كه چانګ سره هم وګوري. سربېره پر دې به په پلازمېنه پېكنګ كې د دواړو هېوادونود سوداګرو او پانګه والو په ګډون يوه كاري غونډه هم جوړه شي او په بېلابېلاو اقتصادي برخو كې به تړونونه لاسليك شي.
چين ته د ولسمشر رجب طيب اردوغان د سفر د اجندا بله اساسي موضوع د سينګيانګ د خودمختارې سيمې د اويغوري مسلمانانو د حالاتو څېړل دي. اردوغان به ددې هېواد د مقاماتو سره د چينايي مسلمانانو د عبادت د حق او نورو حقونو په اړه د خپلو مخاطبينو سره هم د تركيې دريځ شريك كړي.
ولسمشر رجب طيب اردغان به د جولاى د مياشتې په ۳۰مه نېټه د اندونېزيا هېواد ته په رسمي سفر لاړ شي. په دې دوه ورځني سفر كې به اردوغان د ددې هېواد د مقاماتو سره په دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيكو خبرې اترې وكړي.
اردوغان به د تركي او اندونېزيايي سوداګرو او پانګه والو كاري غونډې ته وينا هم واوروي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه