د سوریې له لورې په ترکي سرتیرو برید وشو
د هیواد د کلیس په ولایت کې د سوریې سره په پوله کې د سوریې له لورې په سرحدي ځواکونو ډزې وشوې
د سوریې له لورې د ترکیې په سرحدي ځواکونو د برید په پایله کې یو تن دلګی مشر شهید او ۴ تنه سرتیري ټپیان شول.
د ترکیې وسله والو ځواکونو د برید نه وروسته په سوریه کې په ځینو هدفونو عملیات پيل کړل.
د سوریې سره په پوله کې د ترکیې د کلیس ولایت د ایبیلي په ولسوالۍ کې د سوریې له لورې د هیواد په سرحدي ځواکونو وسله وال برید وشو. په برید کې یو تن دلګی مشر شهید او ۴ تنه سرتیري ټپیان شول.
پیښه د ترکیې په ځايي وخت د مازیګر د څه باندې ۴ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
د ترکیې وسله والو ځواکونو سمدلاسه ځوابي ډزې پيل کړې چې وروسته نښته پیل شوه.
په پیښه کې ټپي شوي سرتیري د کلیس په دولتي روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
د هیواد وسله والو ځواکونو د برید نه وروسته په سیمه کې امنیتی تدابیر لا لوړې کچې ته رسولي دي.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.