لومړى وزير د پېښې ځاى ته ورسېد.

لومړى وزير احمد داوود اوغلو د شانله عرفا د ولايت د سوروچ په سرحدي سيمه كې د پروني ځانمرګي بريد د قربانيانو د كورنيو سره د خواخوږئ په موخه سيمې ته روان شو.

383173
لومړى وزير د پېښې ځاى ته ورسېد.

لومړى وزير احمد داوود اوغلو د شانله عرفا د ولايت د سوروچ په سرحدي سيمه كې د پروني ځانمرګي بريد د قربانيانو د كورنيو سره د خواخوږئ په موخه سيمې ته روان شو.
داوود اوغلو په سيمه كې د قربانيانو د كورنيو سره د ليدنې نه وروسته به په روغتونو كې د ټپيانو نه هم ليدنه وكړي.
د لومړي وزير سره په دې سفر كې د مېرنې ساره داوود اوغلو سربېره د كابينې درې وزيران، د سرحدي پوليسو عمومي قوماندان، د شانله عرفا والي، د پارلمان غړي او نور چارواكي ګډون لري.
لومړي وزير احمد داوود اوغلو پرون په سيمه كې بريد وغندلو او دا يې د ترهګرو ناځوان مردانه عمل وباله.
پرون د تركيې په سوېل كې د شانله عرفا د ولايت د سورچ په سرحدي ولسوالۍ كې د يوې ترهګريزې چاودنې په پايله كې ۳۰ تنه ملكي وګړي ووژل شول او تر ۱۰۰ تنو زيات ټپيان شول.
دا بريد د سورچ د ولسوالۍ په يو كلتوري مركز كې د ځانمرګي بريد كوونكي لخوا ترسره شوى دى. ددې پېښې په اړه په پلازمېنه انقره كې د لومړي وزارت په مقر كې د بېړنيو حالت يو ټيم هم ګمارل شوى دى چې په دې اړه څېړنې وكړي.
چاودنه په داسې حال كې شوې ده چې په كلتوري مركز كې يو شمېر ځوانان د يو پروګرام لپاره را ټول شوي ول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه