ترکیې د جرمني ادعا په کلکه توګه رد کړه
د هیواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د جرمني د فوکس مجلې ادعانې په کلکه توګه رد کړې او په اړه يی سخت غبرګون وښود.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د جرمني د فوکس مجلې ادعا کړې ده چې په نوموړي هیواد کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په خاطر معلومات راټولیږي . په خبرپاڼه کې دا ادعا په کلکه توګه رد شوې او ددې خبر نه د یو بې بڼسټه او خیالي خبر په توګه یادونه شوې ده .
د جرمني د فوکس مجلې ادعا کړې ده چې ولسمشر اردوغان په نوموړي هیواد کې میشتو ترکانو باندې د عسکرۍ د مودې د راټیټولو په بدل کې د جاسوسي کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دا ادعاګانې په کلکه توګه رد کړې او په ولسمشر اردوغان يي لګیدلي تورونه بې اساسه بللي دي. په خبرپاڼه کې ددې ادعا نه د اندیښنې وړ ادعا په توګه یادونه شوې ده ژوره اندیښنه ښودل شوې ده .
یادې شوې مجلې په جرمني کې د زنداني یو تن ترک له قوله ادعا کړې ده چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لپاره جاسوسي کوي .
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله