د ايتلافي حكومت په اړه د اردوغان څرګندونې

په داسې حال كې چې په تركيه كې د پارلماني ټاكنو نه وروسته د نوي ايتلافي حكومت د جوړولو په موخه د ګوندونو ترمېنځ خبرې اترې روانې دي ولسمشر رجب طيب اردوغان په ټولو خواو غږ وكړ چې په دې برخه كې دې تر خپلې وسې پورې هلې ځلي وكړي.

380171

اردوغان چې تېر ماښام د روژه په مراسمو كې وينا اوروله وويل چې `` تركيه داسې ايتلافي حكومت ته اړتيا لري چې د مهمو ملي مسايلو په برخه كې د پرېكړې د كولو وړتيا ولري.``
ولسمشر اردوغان همداراز وعده وكړه چې د اساسي قانون په چوكاټ كې به د خپلو صلاحيتونو په كارولو سره د ايتلافي حكومت د جوړولو لار هوار كړه. اردوغان په پارلمان كې سياسي ګوندونو ته خبردارى وركړ چې كمزورى ايتلافي حكومت به تركيې ته د ګټې پر ځاى تاوان ورسوي. د اردوغان په وينا `` ملت به اجازه ورنكړي چې په دې ډول يې وخت ضايع شي.``
ولسمشر اردوغان دا هم وويل چې اجازه به ورنكړي چې په تركيه كې د عملي كېدو په حال كې د لويو پروژو مخه ونيول شي. د بېلګې په ډول په استانبول كې د نړۍ د تر ټولو لوى هوايي ډګر د جوړېدو چارې به د ايتلافي حكومت پورې اړه ونه لري.

پيوندونه:

اړوند خبرونه