ترکیې نوي جوړ کړي پرمختللي توغندي په بریالیتوب سره وازمایل

ترکیې په ملي امکاناتو جوړ کړي په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال د ټانک ضد او دفاعي هوايي توغندی په بریالیتوب سره وازمایه

338918
ترکیې نوي جوړ کړي پرمختللي توغندي په بریالیتوب سره وازمایل

ترکیې په ملي امکاناتو جوړ کړي  دوه  توغندي په بریالیتوب سره وازمایل. دا توغندي پداسې حال کې ازمایل کیږي  چې ترکیې د سوریې سره په پوله کې جدي عسکري تدابیر  نیولي دي.

ترکیې د ټیټې ارتفاع هوايي دفاعي توغندی  هیسار A  او نوي نسل د ټانک  ضد توغندی  اومتاس UMTAS  خپل هدف په ډیره  دقیقه توګه  لمنځه یوړ. د ویلو ده چې  دا هوايي دفاعي توغندي هیسار A  عسکري هډې، بندرونه، نظامي تاسیسات او ځواکونه  د هر ډول  هوايي ګواښونو لکه د جنګي الوتکو، تعرضي چورلکو ، بې پیلوټه الوتکو او توغندیو  د ګواښونو نه د ژغورنې په خاطر  جوړ شوي دي.   

همداشان دویم  بیا  د ټانک  ضد  د اومتاس په نامه  توغندی  دی چې  په اوږدو واټن کې د ټانکونو د لمنځه وړو  ظرفیت لري. د ټانک  ضد دا توغندی  د عکس اخیستو او انفرارید وړانګو باندې سمبال  دي چې  د هر ډول زریهدارو ګاډو او ټانکونو د لمنځه وړو ظرفیت  لري.

دا  د ټانک ضد  توغندی  د هیواد د قونیې په ولایت کې  وازمایل شو چې خپل هدف يي په ډیر بریالیتوب سره  لمنځه یوړ.

دا توغندي  به  د ازمایښت د پړاو د تیریدو سره وروسته په جنګي چورلکو، بې پیلوټه الوتکو، مځکنیو ګاډو، ثابتو دستګاه ګانو، جنګي الوتکو او جنګي بیړیو کې  نصب کړای شي. 

دواړه  توغندي  د هیواد د اسلسان او راکټ سان  د دفاعي صنایعو د شرکتونو لخوا  جوړ شوي دي. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه