په استانبول كې د قران كريم نړيواله سيالي

د قران كريم د حسن قرائت او حسن تلاوت نړيواله سيالي نن په استانبول كې پيل شوه.

333756
په استانبول كې د قران كريم نړيواله سيالي



په دې سيالۍ كې د نړۍ د ۵۲ هېوادونو نه تر ۱۰۰ زياتو حافظانو ګډون كړى دى. دا سيالي چې د تركيې د ديني چارو د عمومي رياست په ابتكار پيل شوې ده د نړۍ د ګوډ ګوډ نه نامتو حافظانو هم په كې ګډون كړى دى. د ديني چارو ريس دوكتور محمد ګورمز د پرانيستونكې وينا پر مهال وويل چې `` قران كريم د عدالت، مرحمت، عبادت، حقيقت او ايمان كتاب دى.``
ټاكل شوې ده چې دا سيالي به په بېلابېلو پړاوونو كې ۴ ورځې دوام وكړي. د سيالۍ په پاى كې په برياليو حافظانو ته مډالونه وركړل شي او نقدي مرستې به ورسره وشي.
د بله پلوه د تركيې د ديني چارو په ابتكار د يو كمپاين له مخې د نړۍ ګوډ ګوډ ته د قران كريم د رسولو چارې هم پيل شوې. ددې ګمپاين له مخې به په سلګونو زره جلده قران كريمونه د نړۍ مختلفو هېوادونو ته ولېږل شي تر څو خلك يې تلاوت كړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه