ترکیې یو ځل بیا د نړۍ د مظلومانو امداد ته ځان ورسو

ترکیې په سلګونو تنه اویغور مسلمانان چې د چین د حکومت د ظلمونو ته تښتیدلي وو او ټایلنډ کې نیول شوي وو خوشې او ترکیې ته راوستل

327194
ترکیې یو ځل بیا  د نړۍ د مظلومانو امداد ته ځان ورسو

 ترکیې یو ځل بیا په نړۍ کې د مظلومانو امداد ته ځان ورسو.
ترکیې د چین د ظلمونو نه ټایلنډ نه تښتیدلي او هلته زنداني شوي اویغور مسلمانان د یوې ډیرې اوږدې ډیپلوماتیکو هلو ځلو نه خوشې او ترکیې ته راوستل.
د ترکي ژبو هیوادونو د خبریالانو د نړۍوالې ټولنې ریس ګونګور یاوزاسلان وویل چې ترکیې یو ځل بیا په نړۍ کې د مظلومو او بې چاره انسانانو امداد ته ځان ورسو. ترکیې د یوې ډیرې اوږدې مودې ډیپلوماتیکو هلو ځلو نه وروسته په ټایلنډ کې زنداني اویغور مسلمانان چې د چین د ظلمونو نه تښتیدلي او په نوموړي هیواد کې زنداني شوي ول خوشې او ترکیې ته په راوستو پيل وکړ.
د نوموړي په وینا په سلګونو تنه اویغور مسلمانان د ۲۰۱۴ کال د مارچ د میاشتې راهیسې په ټایلنډ کې زنداني ول چې نوموړو لومړنۍ جوپه چې ۱۷۳ تنه وو او ټول ښځې او ماشومان ول تیر ماښام ترکېې ته راورسیدل.
د اویغور ترکانو نه د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې د ختیځ ترکستانیانو د ټولنې د ریس سید توم ترک لخوا هر کلی وشو.
د یادولو وړ ده چې د چین حکومت په نوموړي هیواد کې په میشتو ایغور مسلمانانو د خپل وس او توانه پورې ظلمونه کوي او حتا په نوموړو يي په روژې نیولو او نورو عباداتو کولو بندیز لګولی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه