عصمت یلمز د ترکیې د ولسي جرګې د نوي ریس به توګه وټاکل شو

په ترکیه کې د ملي شورا د ریاست په ټاکنو کې د عدالت او پراختیا د ګوند نوماند د ۲۵۸ رایو په ترلاسه کولو سره ټاکنې وګټلې

328102
عصمت یلمز د ترکیې د ولسي جرګې د نوي ریس به توګه وټاکل شو

په ترکیه کې  د جون په ۷ مه نیټه  د پارلماني ټاکنو نه وروسته  دا ځل  د پارلمان  د ریس لپاره ټاکنې وشوې. د ویلو ده چې د پارلمان د مشرۍ لپاره څلورو ګوندونو  خپل خپل نوماندان  ټاکلي وو. د عدالت او پراختیا ګوند عصمت یلمز، د جمهوریت خلق ګوند دینیز بایکال ، د ملیت پالو غورځنګ ګوند اکمل الدین احسان اوغلو او د خلکو او ډیموکراسۍ ګوند  دنګیر میر محمد فرات  د پارلمان د مشرۍ لپاره نوماند  ټاکلي وو. 

په پارلمان کې د مشر د ټاکلو په خاطر پرون ټاکنې پیل شوې. تیره ورځ  د ټاکنو په لومړني او دویم پړاو کې  د نوماندانو هیڅ یو هم  پدې ونه توانید کې نصاب پوره کړي. همداشان  نن  بیا د دریم ځل لپاره ټاکنې وشوې چې بیا هم  هیڅنوماند  ټاکلې رایې ترلاسه نکړې. د هیواد د قوانینو له مخې  بیا  د څلورم  ځل لپاره  د دریم ټاکنو د دوو بریالیو نوماندانو ترمنځه ټاکنې وشوې چې پدې ټاکنو کې  د عدالت او پراختیا ګوند نوماند عصمت یلمز ۲۵۸  او د جمهوریت خلق ګوند نوماند  دینیز بایکال ۱۸۲ رایې ترلاسه کړې. 

د عدالت او پراختیا د ګوند نوماند  د ۲۵۸ رایو په ترلاسه کولو سره  د ترکیې د ولسي جرګې د نوي  مشر په توګه وټاکل شو. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه